امریکايي رسنۍ وايي، امریکا د خپلو ټولو عسکرو د احتمالي وتلو لپاره یو بېړنی پلان جوړ کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکايي رسنۍ په پنټاګون کې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، په سوریه کې د عسکرو په اړه د ټرمپ پرېکړې دې ته اړ کړي څو له افغانستان د ټولو ځواکونو د وتلو په اړه یو مخکینی پلان ولري.
دغه سرچینې ویلي ښایي ټرمپ په ناڅاپي توګه د سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړي او پنټاګون ته څو اونۍ وخت ورکړي، نو دوی به مخکې له مخکې پلان ولري.
د پنټاګون چارواکو ویلي له افغانستان د ټولو عسکرو د ایستلو پلان له سپینې ماڼۍ سره په ګډه جوړ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون په کابل کې د بهرنیو ځواکونو عمومي امریکایي قوماندان جنرال سکاټ مېلر و ویل، چې دوی په تېر یوه کال کې خپل دوه زره سرتېري له افغانستان څخه ایستلي دي.
په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزیر هم د سرتېرو د کمولو خبره کړې او ویلي یې دي، چې کېدای شي په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ تنو ته راټيټ کړي.
خو په وینا یې د سرتېرو کمول به له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د افغان ځواکونو په ملاتړ او تجهیز هېڅ ډول ناوړه اغېز ونه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل