۰
د کرنې او مالدارۍ وزیر:

ځینې سوداګر د کورنیو مېوو پر ځای بهرنۍ مېوې په سړو خونو کې ساتي

چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۰
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وايي، سږ کال په افغانستان کې کرنیزو محصولاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، خو په ځانګړې توکه د تازه مېوې په صادراتو جدي ستونزې شته.
ځینې سوداګر د کورنیو مېوو پر ځای بهرنۍ مېوې په سړو خونو کې ساتي
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وايي، سږ کال په افغانستان کې کرنیزو محصولاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، خو په ځانګړې توکه د تازه مېوې په صادراتو جدي ستونزې شته.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دراني دغه څرګندونې نن چهارشنبې د لړم اوله د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وکړې ویې ویل، چې سږ کال د افغانستان د غنمو په تولید کې کې ۴۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د هغه په وینا تېر کال د افغانستان د غنمو حاصل ۳.۴۶ میلیون ټنه و په داسې حال کې، چې سږ کال دغه کچه ۵.۱ میلیون ټنو ته رسېدلې ده.

نوموړي دغه راز و ویل، چې سبزیجاتو او تازه مېو په حاصلاتو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغی خو په وینا یې د صادرولو پر وړاندې یې ګڼې ستونزې شته دي.

د کرنې وزیر وایي، د تازه مېوو لپاره په نړیوالو معیارونو د برابر سوداګریزه سرتيپکېټونو، معیاري ځمکني او هوايي ترانسپورت او معیاري سړو خونو نشتوالی هغه څه دي، چې د هېواد د تازه مېوو په صادراتو یې ناوړه اغېز کړی دی.

ښاغلي دراني زیاته کړه، چې دغه ستونزه لا هم نه ده حل شوې، له یوې خوا دولت د سړو خونو جوړولو لپاره بودجه نه لري او له بلې خوا خصوصي سکتور هم په دې برخه کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

د کرنې وزیر و ویل، چې هر ولایت کې د ۵ سړو خونو جوړولو ته اړتیا ده، چې په هره یوه یې ۵۱۰ میلیون ډالر لګښت راځي په داسې حال کې، چې د کرنې وزارت کلنۍ دولتي بودجه یوازې ۱۰۰ میلیونه ډالر ده او په دې پیسو د معجزې کولو تمه ناسمه ده.

دی وایي، که چېرې د سړو خونو په جوړلو سره د افغانستان تازه مېوې په کې وساتل شي، نو کرونده ګر او سوداګر به درې برابره ګټه وکړي.

نوموړي و ویل، که څه هم یو شمېر سړنې خونې شته، خو بدبختانه ځینې سوداګر پر ځای د دې چې د خپل هېواد مېوې ځای پر ځای کړي، د بهرنیو هېوادونو مېوې یې اېښې او ساتي یې.

د هغه په وینا له همدې امله همدا اوس د افغانستان تازه مېووې په ډېره ټيټه بیه بازار ته وړاندې کېږي، خو له دې سره سره حکومت هڅه کوي، چې د نړیوالو قراردادونو په کولو سره د تازه مېوو صادراتو ته زمینه برابره کړي.

د کرنې وزیر د جرګې په غونده کې دا هم و ویل، چې همدا اوس یې یو پیغام تر لاسه کړي، چې افغانستان له عمان او سعودي عربستان سره د انارو او مڼو د جوسو د صادرولو په برخه کې د ۳۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت قرارداد لاسلیک کړی دی.

د کرنې وزیر وايي، که چېرې ولسي جرګه د درې کلونو لپاره دغه وزارت ته ۵۰۰ میلیونو ډالر بودجه ځانګړې کړي، نو افغانستان به د کرنیزه محصولاتو له مخې ځان بساینې ته ورسېږي.

وزیر و ویل«تاسو ۵۰۰ میلیونه ډالر بودجه ورته ځانګړې کړی، که افغانستان د کرنیزو محصولاتو څخه پر ځان بساینې ته ونه رسېده، ما اعدام کړۍ.»

 خو له دې ټولو سره سره د ولسي جرګې غړو اړونده ارګانونه په دې برخه کې پر کم کارۍ تورن کړل او ټینګار یې وکړ، چې افغانستان د تازه مېوو اوسنۍ وضعیت یوه کرنیز، سوداګریز او اقتصادي ناورین دی.

د جرګې غړي رمضان بشردوست و ویل، چې د افغانستان خلک د کرنیز، سوداګریز او اقتصادي خیانت سره مخ دي ځکه چې په وینا یې همدا اوس په افغانستان کې ۱۰ میلیون هکتاره کرنیزه ځمکه شتون لري، په داسې حال کې، چې له دوه میلیون کمه یې کرل کېږي.

دغه راز ښاغلي بشر دوست و ویل، چې د هېواد په کچه له ۶۰ تر ۷۰ میلیون متر مکعب پورې اوبه شتون لري، خو د کرنې لپاره نشته.

بشردوست و ویل، د دې څنګ د ټولو هېواد په کچه یوه معیاري سړه خونه نشته، حکومت له دې سره سره ولې، خلک په لوږه کې ساتي.؟

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي