۰

ټرمپ پر ترکیه ټول لګولي بندیزونه لرې کړل

پنجشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۰
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ترکیې ټول هغه بندیزونه ختم کړي چې د اکتوبر پر ۱۴مه نېټه یې پرې لګولي وو.
ټرمپ پر ترکیه ټول لګولي بندیزونه لرې کړل
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ترکیې ټول هغه بندیزونه ختم کړي چې د اکتوبر پر ۱۴مه نېټه یې پرې لګولي وو.

امریکا وروسته له هغې پر ترکیې بندیزونه ولګول چې ترکي پوځیانو د سوریې په شمال کې د کردي جنګیالیو پر ضد عملیات پیل کړل.

ټرمپ هغه مهال ویلي و، که ترکیه په سوریه کې پر کردانو بریدونه پیل کړي، نو دی به د ترکیې اقتصاد له بېخه ورختم کړي.

خو اوس وايي، ترکیې په سیمه کې دایمي اوربند ته غاړه ایښې ده نو له همدې کبله امریکا پر ترکیې خپل بندیزونه ختموي.

په ورته وخت کې ټرمپ بیا هم خبرداری ورکړی، که ترکیه بیا کوم داسې ګام پورته کړي چې د امریکا په ګټه نه وي، نو د بندیزونو پر موضوع له سره غور کېدلی شي.

ټرمپ همدا راز ټینګار کړی چې خپل ځواکونه به له سوریې وباسي، خو وايي یو شمېر سرتېري به یې په هغو سیمو کې حضور لري چې هلته د تېلو څاګان دي او باید ساتنه یې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي