کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې د بادغیس ولایت د امنیه قوماندانۍ قوماندان شریف الله چمتو پلازمېنه کابل کې په یوه غلچکي برید کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پنشنبې د لړم دوهمه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د غزني اډه کې رامنځ ته شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، د بادغیس امنیه قوماندان شریف الله چمتو څو ورځې وړاندې کابل ته په رخصتۍ راغلی وو.
رحیمي ویلي، چې نوموړی نن غرمه شاوخوا یوه بجه د کابل د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د غزني په اډه کې ترور شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند دا نه دي ویلي، چې برید کوونکي نیول شوي که.
وسله والو طالبانو د برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل