غزني کې یو موټر بم هدف ته له رسېدو وړاندې شنډ کړای شوی

5 عقرب 1398 ساعت 8:15

د غزني د والي ویاند وایي، افغان ځواکونو دغه ولایت کې یو رنجر موټر بم هدف ته له رسېدو وړاندې کشف او شنډ کړی دی.


د غزني د والي ویاند وایي، افغان ځواکونو دغه ولایت کې یو رنجر موټر بم هدف ته له رسېدو وړاندې کشف او شنډ کړی دی.

د جمهور آژانس عارف نوري ویلي، دا موټر تېر کال طالبانو پر غزني د برید پر مهال له ځان سره بېولی و او غوښتل یې چې برید پرې تر سره کړي.

خو په وینا یې افغان ځواکونو مخکې له دې چې وسله وال خپل هدف ته ورسېږدي پرون شنبې د لړم ۳ مه مازیګر مهال دغه موټر د غزني د واغظ ولسوالۍ په بګۍ کلي کې کشف او شنډ کړو.

د غزني د والي ویاند زیاتوي، چې د یاد موټر بم په تړاو یو تن نیول شوی چې دا مهال پلټنې ترې روانې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 


د مطلب کود: 121686

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121686/

جمهور
  https://www.jomhornews.com