۰

د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی چین ته تللی دی

دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۴
ځینې راپورونه وایي، د وسله والو طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی د سولې په تړاو په بین الاافغاني غونده کې د ګډون لپاره د چین پلازمېنې بېجنګ ته تللی دی.
د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی چین ته تللی دی
ځینې راپورونه وایي، د وسله والو طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی د سولې په تړاو په بین الاافغاني غونده کې د ګډون لپاره د چین پلازمېنې بېجنګ ته تللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه زیاتوي، د طالبانو د پلاوی مشري د قطر دفتر او د طالبانو مرستیال مشر ملا عبدالغني برابرد کوي.

راپورونه زیاتوي، ملا برادر او ورسره پلاوی نن دوشنبې د لړم ۶ مه بېجنګ ته رسېدلی او دوه ورځې به هلته پاتې شي.

سرچینې زیاتوي، بېجنګ ته د طالبانو د پلاوی د تګ موخه د افغان سولې په تړاو په بین الاافغاني ناسته کې ګډون کول دي.

ټاکل شوې وه، د بېجنګ غونډه نن دوشنبې او سبا شنبې تر سره شي خو د نامعلومه دلایلو له امله ځنډول شوې ده.

که څه هم طالبانو قطر ته د خپل سفر په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې ویلي وو، د چین له دیپلوماتانو سره یې لیدلي او هغوی بېجنګ ته بلنه ورکړې ده.

هغه مهال طالب ویاند سهیل شاهین ویلي و، چنايي ديپلوماتونو له ملا عبدالغني برارد او نورو طالب مشرانو سره وکتل او هغوی یې هم چین ته د ورتګ بلنه ومنله.

د بېجنګ د بین الاافغاني ناستې د ځنډ لامل یو دا ښودل کېږي، چې ګڼې افغان حکومت له دې غونډې سره مخالفت کړی دی.

خو پرون د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، چې افغان حکومت هم دغه ناستې ته یو پلاوی لېږي.

هغه و ویل، چې د پلاوی په ترکیب کار روان دی او ډېر ژر به یې نوملړ د چین له دولت سره شریک کړای شي.

صدیقي دا هم و ویل، چې دا د مسکو او دوحې ناستو ته ورته ناسته ده او نظرونه به په کې تبادله شي، نه دا چې د سولې کومه رسمي ناسته وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي