۰

روسیې د افغان پولې ته نېږدې اېس ۳۰۰ توغندويي سیستم درولی

سی شنبه ۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۶
د روسیې دفاع وزارت وايي، په لومړي ځل یې د افغانستان پولې ته څېرمه په خپله پوځي اډه کې اېس ۳۰۰ توغندویي سیستم ځای پر ځای کړی دی.
روسیې د افغان پولې ته نېږدې اېس ۳۰۰ توغندويي سیستم درولی
د روسیې دفاع وزارت وايي، په لومړي ځل یې د افغانستان پولې ته څېرمه په خپله پوځي اډه کې اېس ۳۰۰ توغندویي سیستم ځای پر ځای کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه له ځمکې هوا ته ویشتونکی توغندويي سیستم افغان پولې ته نېږدې په تاجکستان کې د روسیې په یوه پوځي اډه کې ځای پر ځای شوی دی.

ویل کېږي د روسیې پوځ په دې اډه کې په پیل کې د طالبانو او نورو سخت دریځه ډلو او په دې وروستیو کې د داعش د مخنیوي لپاره یاد سیستم ځای پر ځای کړی دی.

دغه راز روسیې ویلي، له مرکزي برخې څخه یې تاجکستان ته دېرش کسیز ټولی هم له پوځي وسایطو سره لېږلی چې په تاجکستان کې د روسي پوځیانو اډه له حملو وساتي.

روسیه وایي، د افغانستان پولې ته د ایس – ۳۰۰ توغندويي سیستم د لېږلو هدف هم د ټولې منځنۍ اسیا د دفاعي ظرفیتونو زیاتول دي.

دا لومړی ځل دی چې روسیه د افغانستان په پوله کې، چې د ناټو او امریکا پوځیان پکې دېره دي، خپل تر ټولو پرمختللی دافع هوا سیستم ځای پر ځای کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي