د پاکستان د وژل شوې لومړۍ وزیرې بېنظیر بوټو لور اعتراف کړی، چې طالبان د پاکستان د لومړیو وزیرانو او ولسمشرانو له خوا په دولتي مېلمستنونو کې ساتل کېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بختاور بوټو دغه راز دا هم ویلي، چې د طالبانو ټپیان د دغه مشرانو له خوا په ځانګړو پاکستاني روغتونو کې درملنه کېږي او دا چاره لا هم روانه ده.
نوموړې په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي« لیکلي لا هم د پاکستان په دولتي میلمستونو کې طالبان ساتل کېږي او کلکه درملنه یې کېږي، خو د پاکستان د پوځ تر کنټرول لاندې رسنۍ به هیڅکله دا هر څه د تاریخ له پاڼو څخه هېر نکړای شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ګڼو مشرانو تر دې وړاندې په انفرادي ډول اعترافونه کړي دي چې دوی نه یوازې طالبان روزلي بلکې د لاهور او کراچۍ په روغتونو کې یې درملنې هم کېږي.
افغان حکومت په ځانګړې توګه ولسمشر غني هم څو ځلې له پاکستان څخه غوښتي، چې په خپلو روغتونو کې د طالبانو له درملنې او دغه راز د هغوی له روزنې او ملاتړ څخه لاس واخلي.
که څه هم د پاکستان پوځ او استخباراتو په وار وار دا تورونه رد کړي، خو تر دې وړاندې د پاکستاني پخواني پوځي مشر جنرال پروېز مشر هم اعتراف کړی و، چې طالبان پاکستان رامنځ ته کړل.
دغه راز په دې وروستیو کې د پاکستان اوسني لومړي وزیر عمران خان هم اعتراف وکړ، چې مجاهدین د روسیې پر ضد رامنځ ته کړل او دغه راز یې له نورو ډلو ملاتړ وکړ.
خو طالبانو هم په وار وار دا خبره رد کړې، چې ګنې دوی د پاکستان تر اغېز لاندې دي او یا یې هم د هغوی له خوا ملاتړ او روزنه کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل