اسدالله خالد له جنرال ارهارډ بالر سره لیدلي دي

7 عقرب 1398 ساعت 10:57

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د ناټو سازمان د ګډو ځواکونو له قوماندان جنرال ارهارډ بالر سره کتلي دي.


د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د ناټو سازمان د ګډو ځواکونو له قوماندان جنرال ارهارډ بالر سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزرت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د ښاغلي خالد او جنرال بالر لیدنه بلجیم کې شوې او دواړو لورو په افغانستان کې د ناټو سازمان د فعالیتونو په اړه خبرې کړې.

سرچینه زیاتوي، په دغه لیدنه کې چې پرون دوشنبې د لړم ۶ مه شوې، دواړو لوریو په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په دوام او له افغان امنیتي – دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه بحث کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، جنرال بالر د افغان ځواکونو وروستي پرمختګونه وستایل او له افغان ځواکونو یې د ملاتړ دوام ته د ناټو پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هم د افغان ځواکونو په روزنه، تمویل او تجهیز همدارنګه د سولې په پروسه کې د ناټو د همکارۍ مننه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ناټو د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغان ځواکونو مالي او روزنیز ملاتړ ته ژمنتیا وښوده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121759

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121759/

جمهور
  https://www.jomhornews.com