۰

اسدالله خالد له جنرال ارهارډ بالر سره لیدلي دي

سی شنبه ۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۷
د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د ناټو سازمان د ګډو ځواکونو له قوماندان جنرال ارهارډ بالر سره کتلي دي.
اسدالله خالد له جنرال ارهارډ بالر سره لیدلي دي
د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د ناټو سازمان د ګډو ځواکونو له قوماندان جنرال ارهارډ بالر سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزرت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د ښاغلي خالد او جنرال بالر لیدنه بلجیم کې شوې او دواړو لورو په افغانستان کې د ناټو سازمان د فعالیتونو په اړه خبرې کړې.

سرچینه زیاتوي، په دغه لیدنه کې چې پرون دوشنبې د لړم ۶ مه شوې، دواړو لوریو په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په دوام او له افغان امنیتي – دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه بحث کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، جنرال بالر د افغان ځواکونو وروستي پرمختګونه وستایل او له افغان ځواکونو یې د ملاتړ دوام ته د ناټو پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هم د افغان ځواکونو په روزنه، تمویل او تجهیز همدارنګه د سولې په پروسه کې د ناټو د همکارۍ مننه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ناټو د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغان ځواکونو مالي او روزنیز ملاتړ ته ژمنتیا وښوده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي