۰

له افغان ځواکونو سره نښته کې ۱۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي

سی شنبه ۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۸
په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال محمد ایوب حسین خېل وايي، افغان ځواکونو پاکستاني ځواکونه په شا تمبولي او پر ډېورنډ کرښه یې د هغوی د تاسیساتو جوړولو مخنیوی کړی دی.
له افغان ځواکونو سره نښته کې ۱۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي
په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال محمد ایوب حسین خېل وايي، افغان ځواکونو پاکستاني ځواکونه په شا تمبولي او پر ډېورنډ کرښه یې د هغوی د تاسیساتو جوړولو مخنیوی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني ځواکونو د تېرې یکشنبې په ورځ د کونړ ولایت د ناړې ولسوالۍ کې ډېورنډ فرضي کرښه باندې پوځي تاسیسات جوړول غوښتل، چې افغان ځواکونو یې مخه ونیوه.

د افغان ځواکونو له خوا د پاکستاني ځواکونو د دغه کار په مخنیوي سره پاکستاني ځواکونو په ډزو پیل وکړ، چې افغان ځواکونو هم په ورته عمل لاس پورې کړ.

د دواړو لورو تر منځ په لومړۍ ورځ جګړې څو ساعته دوام وکړ، چې په تر کې یې د پاکستان ځواکونو په بریدونو کې درې مېرمنې شهیدانې او د ماشومانو په ګډون څلور تنه نور ټپیان شول.

د شپې تر ارامۍ وروسته پاکستاني ځواکونو سهار یو ځل بیا د تاسیساتو جوړلو هڅه وکړه او پر افغان ځواکونو یې بریدونه پیل کړل، چې بیا د افغان ځواکونو سخت مقاومت سره مخ شول.

په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان وایي، په دغه نښته کې یو افغان سرتېری ټپي شوی او ۱۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې له پرون مازیګر راهیسې جګړه درېدلې، خو که پاکستاني ځواکونه بیا کوم غیر قانوني اقدام وکړي، د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره به مخ شي.

په ورته وخت کې د کونړ والي عبدالستار میرزکوال هم د پاکستان پوځ ته خبرداری ورکړی، که پر افغان خاوره یې د مرمیو ویشتل دوام وکړي، له ناوړه عواقبو سره به مخ شي.

باید و ویل شي، چې افغان ځواکونو پاکستاني ځواکونه له سیمې تېښتې ته اړ کړي او دغه راز یې د جګړې کرښې ته نېږدې زر کورنۍ خوندي سیمو ته لېږدولې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي