دفاع وزرات د ۹۱ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی

8 عقرب 1398 ساعت 12:44

ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د وسله والو پر ضد عملیات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د وسله والو پر ضد عملیات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د لړم ۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د طالبانو پر ضد ۲۱ ګډ یرغلیز او ۱۷ هوايي عملیات تر سره کړي.

د سرچینې په وینا دغه عملیات په زابل، اروزګان، کندهار، کندوز، هلمند، پکتیا، پکتیکا او فراه ولایتونو کې تر سره شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په ټولو عملیاتو کې ۹۱ وسله وال طالبان وژل شوي، ۳۱ تنه ټپیان او ۱۱ ژوندي نیول شوي دي.

دفاع وزارت د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو او افغان ځواکونو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو هم کوم غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 121791

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121791/

جمهور
  https://www.jomhornews.com