۰

دفاع وزرات د ۹۱ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی

چهارشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۴
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د وسله والو پر ضد عملیات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
دفاع وزرات د ۹۱ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د وسله والو پر ضد عملیات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د لړم ۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د طالبانو پر ضد ۲۱ ګډ یرغلیز او ۱۷ هوايي عملیات تر سره کړي.

د سرچینې په وینا دغه عملیات په زابل، اروزګان، کندهار، کندوز، هلمند، پکتیا، پکتیکا او فراه ولایتونو کې تر سره شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په ټولو عملیاتو کې ۹۱ وسله وال طالبان وژل شوي، ۳۱ تنه ټپیان او ۱۱ ژوندي نیول شوي دي.

دفاع وزارت د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو او افغان ځواکونو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو هم کوم غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي