۰

کابل کې د برېښنا یو لوی سب ستېشن ګټنې ته وسپارل شو

شنبی ۱۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۰
د افغانستان د برېښنا شرکت د پلازمېنې کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند ارغندۍ په سیمه کې د برېښنا یو لوی سب سټېشن ګټې اخیستنې ته وسپاره.
کابل کې د برېښنا یو لوی سب ستېشن ګټنې ته وسپارل شو
د افغانستان د برېښنا شرکت د پلازمېنې کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند ارغندۍ په سیمه کې د برېښنا یو لوی سب سټېشن ګټې اخیستنې ته وسپاره.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه سب ستېشن په جوړلو ۱۲۶ میلیون ډالره لګښت راغلی، چې د اسیا د پراختیايي بانک له لوري ورکړل شوې دي.

د برېښنا شرکت مسؤلین همدارنګه وايي، دغه سب سټيشن د دوه نیم کالو په اوږدو کې جوړ شوی او د ډيرې برېښنا د جذب وړتیا لري.

یاد سب ستېشن نن شنبې د لړم ۱۱ مه د برېښنا شرکت د مسوولینو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټنې ته وسپارل شو، چې د برېښنا شرکت د ویاند وحیدالله توحیدي په خبره په فعالېدو سره به یې د کابل د برېښنا د کمښت ستونزه حل شي.

نوموموړی زیاتوي، د دغه سب سټیشن په فعالېدو سره به د کابل، لوګر، پکتیا، خوست، غزني او میدان وردګو ولایتونو د برېښنا کمیت او کیفیت لوړ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي