۰

پکتیکا کې ماین چاودنې ۷ ملکي وګړي وژلي دي

یکشنبه ۱۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۵
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیکا ولایت کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې ۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
پکتیکا کې ماین چاودنې ۷ ملکي وګړي وژلي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیکا ولایت کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې ۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون شنبې د لړم ۱۱ مه د پکتیکا ولایت د سرروضې ولسوالۍ په سلطاني کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمود ارین وايي، ماین وسله والو طالبانو ځای پر ځای کړی و، چې د ملکي وګړو پر سراچه موټر یې چاودنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې د یوې کورنۍ د څلورو غړو په ګډون ۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

که څه هم چارواکي وایي، ماین طالبانو اېښودی و خو طالبانو په دې اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی او نه یې هم مسوولیت چا منلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ په طاهریانو کلي کې هم د ښوونځي پر ماشومانو خښ شوي ماین چاودنه کړې وه او ۹ زده کوونکي یې وژلي وو.

د دغه چاودنې مسوولیت هم تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:پکتیکا
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي