جرمني له افغانستان سره د پراختیايي پروژو د پلي کولو لپاره د ۷۲ میلیون یورو مرسته اعلان کړې، چې د روان میلادي کال تر پایه پورې به یې ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه مرسته د جرمني د اقتصادي او پراختیايي همکاریو مرستیال وزیر مارتین ایګر نن یکشنبې د لړم ۱۲ مه د افغانستان د مالي سرپرست وزیر همایون قیومي سره په لیدنه کې اعلان کړې ده.
مارټین ایګر وايي، دا پیسې به انرژۍ د سکټور تر څنګ په ښې حکومتولۍ او اصلاتو ولګول شي.
نوموړي زیاته کړې افغان حکومت ژمنه کړې، چې د فساد پر ضد به مبارزه ګړندۍ کوي او د ښې حکومتولۍ په برخه کې به لازم او جدي اصلاحات راولي.
خو خبرداری یې ورکړ، چې که افغان حکومت په دغه دوه برخو کې کوټلي ګامونه وانخلي نو د جرمني د دغه مالي مرستو یوه بره به اجرا نه شي.
په ورته وخت کې د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست ویلي افغان حکومت هڅه کوي، چې د جرمني په ملاتړ د ولسواکۍ د ټنګښت لپاره ثبات رامنځ ته کړي او افغانستان په د پایداره انکشاف په لاره د اقتصادي بسیاینې خواته ورسوي.
د یادونې ده، چې سږ میلادي کال له افغانستان سره د جرمني د مرستو کچه ۲۱۱ میلیونه یورو ته رسېږدي.
جمهورخبري آژانس:کابل