پولیسو کابل کې د غلو د یوې خطرناکې ډلې مشر نیولی

13 عقرب 1398 ساعت 7:09

کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د وسله والو غلو د یوې خطرناکې ډلې مشر چې په ګڼو جنايي پېښو کې یې لاس درلود نیولی دی.


کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د وسله والو غلو د یوې خطرناکې ډلې مشر چې په ګڼو جنايي پېښو کې یې لاس درلود نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویلي، د غلو دغه مشر پرون یکشنبې د لړم ۱۲ مه د کابل په نهمه امنیتي حوزه کې نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، نیول شوی غل مشر بابک نومېږي او د نهمې امنیتي حوزې اړوند د هودخېلو اوسېدونکی دی.

د رحیمي په وینا بابک په وسله والو غلاو، قتل، موټرونو غلا کولو، لارو نیولو او د درې میلیونه افغانیو په غلا کې لاس درلود.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121899

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121899/

جمهور
  https://www.jomhornews.com