فیفا: ښايي د ټاکنو پایلې بیا وځنډېږي

14 عقرب 1398 ساعت 13:11

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو یا شفافو ټاکنو بنسټ وايي، کېدای شی د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اعلان له ټاکلې نېټې نور هم وځنډېږي.


د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو یا شفافو ټاکنو بنسټ وايي، کېدای شی د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اعلان له ټاکلې نېټې نور هم وځنډېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ټاکنو پایلې، چې د مهال وېش له مخې ټاکل شوې وه، د تلې په ۲۷ مه اعلان شي یو ځل وځنډې دي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون و ویل، چې دغه ټاکنې به د روانې لړم میاشتې په ۲۳ مه اعلان کړي.

خو اوس د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو یا شفافو ټاکنو بنسټ چارواکي وایي، کېدای شي کمېسیون په دغه نېټه هم ونه توانېږي، چې پایلې اعلان کړي.

د دوی په خبره په کمېسیون کې شته ستونزو او وضعیت ته په کېدو ښايي د ټاکنو پایلې نورې هم وځندېږي او د لړم په ۲۳ مه اعلان نه شي.

د ټاکنو کمېسیون اعلان کړی و، چې نن سه شنبې د لړم ۱۴ مه به د یو شمېر رایو د بیا شمېر پروسه پیل کړي، خو اوس وايي دا پروسه لا هم نه ده پیل شوې او ډېر ژر به یې د پیلېدو نېټه کره کړي.

د فیفا مشر یوسف رشید همدې ته په کتو جمهور خبري آژانس ته و ویل، د ټاکنو کمېسیون تر اوسه د ۱۳۷ زره قرنطین شویو رایو په اړه چې اوس یې ځینې باوري او ځینې غیر باوري بللې ټاکنیزو ټیمونو او د افغانستان خلکو ته معلومات نه دي ورکړي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، کمېسیون تر اوسه پورې د ۲ زره محلونو د رایو بیا شمېرنه هم نه ده پیل کړې، چې همدې ته په کتو د کمېسیون چارواکي کېدای شي ونه توانېږي، چې پایلې په ۲۳ مه اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


 


د مطلب کود: 121950

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/121950/

جمهور
  http://jomhornews.com