د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو یا شفافو ټاکنو بنسټ وايي، کېدای شی د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اعلان له ټاکلې نېټې نور هم وځنډېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټاکنو پایلې، چې د مهال وېش له مخې ټاکل شوې وه، د تلې په ۲۷ مه اعلان شي یو ځل وځنډې دي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون و ویل، چې دغه ټاکنې به د روانې لړم میاشتې په ۲۳ مه اعلان کړي.
خو اوس د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو یا شفافو ټاکنو بنسټ چارواکي وایي، کېدای شي کمېسیون په دغه نېټه هم ونه توانېږي، چې پایلې اعلان کړي.
د دوی په خبره په کمېسیون کې شته ستونزو او وضعیت ته په کېدو ښايي د ټاکنو پایلې نورې هم وځندېږي او د لړم په ۲۳ مه اعلان نه شي.
د ټاکنو کمېسیون اعلان کړی و، چې نن سه شنبې د لړم ۱۴ مه به د یو شمېر رایو د بیا شمېر پروسه پیل کړي، خو اوس وايي دا پروسه لا هم نه ده پیل شوې او ډېر ژر به یې د پیلېدو نېټه کره کړي.
د فیفا مشر یوسف رشید همدې ته په کتو
جمهور خبري آژانس ته و ویل، د ټاکنو کمېسیون تر اوسه د ۱۳۷ زره قرنطین شویو رایو په اړه چې اوس یې ځینې باوري او ځینې غیر باوري بللې ټاکنیزو ټیمونو او د افغانستان خلکو ته معلومات نه دي ورکړي.
دغه راز نوموړي زیاته کړه، کمېسیون تر اوسه پورې د ۲ زره محلونو د رایو بیا شمېرنه هم نه ده پیل کړې، چې همدې ته په کتو د کمېسیون چارواکي کېدای شي ونه توانېږي، چې پایلې په ۲۳ مه اعلان کړي.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض