۰
راین کراکر:

دا ځل باید افغان حکومت د سولې خبرو کې مهم رول ولري

پنجشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۲۹
په افغانستان کې پخواني امریکایي سفیر راین کراکر وايي، که له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیلېږي نو افغان حکومت باید په کې مهم رول ولري.
دا ځل باید افغان حکومت د سولې خبرو کې مهم رول ولري
په افغانستان کې پخواني امریکایي سفیر راین کراکر وايي، که له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیلېږي نو افغان حکومت باید په کې مهم رول ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کراکر ویلي، وړاندې هم که د ټرمپ ادارې له طالبانو سره مذاکراتو ته دوام ورکړی وايي، او لغوه کړې یې نه واي، د افغانستان د دولت مشروعیت ختمېده.

کراکر چې د واشنګټن په رمز فیلډ بنسټ کې وینا کوله و ویل، دا سمه ده، چې اخر به هم امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وځي، خو په وینا یې دا کار باید هغه وخت وشي، چې افغانستان کې د سولې هوکړه رامنځ ته شي.

د هغه په وینا له طالبانو سره د ټرمب د ادارې مذاکراتو له افغان حکومت پرته معنا نه لرله، ځکه د حکومت مشروعیت ته یې زیان رساوه او طالبان یې لا زړور کول.

دغه پخواني امریکایي دیپلومات له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو نېټې له اعلان سره هم مخالفت ښودلی وايي، دا کار به په افغانستان کې تاوتریخوالی لا زیات کړي.

په ورته وخت کې راین کرار کې دا هم ویلي، چې طالبان په خپلو بریدونو کې ناکام دي او لوی ښارونه ټول د افغان حکومت په ولکه کې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي