۰
له نشه يي توکو د مبارزې معین:

طالبان له نشه يي توکو د کال یو میلیارد ډالر تر لاسه کوي

پنجشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۶
د کورنیو چارو وزارت د نشه يی توکو پر وړاندې د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق وایي، وسله وال طالبان له نشه يي توکو د کال یو میلیارد ډالر تر لاسه کوي.
طالبان له نشه يي توکو د کال یو میلیارد ډالر تر لاسه کوي
د کورنیو چارو وزارت د نشه يی توکو پر وړاندې د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق وایي، وسله وال طالبان له نشه يي توکو د کال یو میلیارد ډالر تر لاسه کوي.

محمد هاشم اورتاق دغه څرګندونې له جمهور خبري آژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وکړې او ویې ویل، چې مافیا او لوی، داخلي، سیمه ییز او نړیوال قاچاقبران افغان ګرونده ګر د نشه يي توکو کښت ته هڅوي.

نوموړي زیاته کړه، چې له مافیا او لویو قاچاق وړونکو سره په دغه کار کې وسله وال طالبان هم شریک دي، ځکه ډېره ګټه یې هغوی ته هم رسېږي.

ښاغلي اورتاق و ویل«طالبان په کال کې په خالص ډول د نشه يي توکو د کر، تولید او قاچاق څخه ۵۰۰ میلیون ډالر تر لاسه کوي او په ناخالصه توګه یې له دغه لارې د پيسو تر لاسه کولو کچه کابو یو میلیارد ډالرو ته رسېږي.»

د هغه په وینا د نشه يي توکو څخه د طالبانو ملاتړ او په کې برخه لرل له دې هم ښکاري، چې کله ځانګړو ځواکونو د نشه يي توکو پر کومه فابریکه عملیات کړي، نو د طالبانو له برخورد او جګړې سره مخ شوي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې د نشه يي توکو زیات کرکیله هم په هغه سیمو کې ده، چې د طالبانو تر واک لاندې دي او دغه راز په همدې سیمو کې د عملیاتو پر مهال د نشه يي توکو له فابریکو څخه ځانمرګي واسکټونه هم تر لاسه شوي دی.

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معین وايي، د نشه يي توکو له کر، تولید او قاچاق څخه اصلي ګټه، سیمه ییز او نړیوال قاچاقبران وړي او کمه ګټه یې کرونده ګرو ته رسېږي.

د هغه په وینا مافیايي کړۍ، قاچاق وړونکي له وړاندې کرونده ګرو ته ځینې اسانتیاوې لکه تر وخت وړاندې د پیسو ورکړه برابروي او هغوی اړباسي، چې کوکنار وکري.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي