۰

د بلک هاک چورلکو ۱۷ افغان پيلوټانو له زده کړو فارغ شول

پنجشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۷
د افغان هوايي ځواک ۱۷ تنه ځوان پیلوټانو د بلک هاک چورلکو د کارونې روزنه او زده کړې بشپړې او فارغ شول.
د بلک هاک چورلکو ۱۷ افغان پيلوټانو له زده کړو فارغ شول
د افغان هوايي ځواک ۱۷ تنه ځوان پیلوټانو د بلک هاک چورلکو د کارونې روزنه او زده کړې بشپړې او فارغ شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه افغان پیلوټانو په سلواکیا جمهوریت کې د بلک هاک چورلکو زده کړې تر لاسه کړې، چې پرون یې د فراعت مراسم هم هملته تر سره شول.

دا د بلیک هاک الوتکو د کارونې لپاره د افغان پیلوټانو لومړۍ جوپه ده چې خپلې زده کړې بشپړوي.

دغه مراسمو ته د سلواکیا جمهوریت په کوشیڅه ښار کې جوړ شوي و په پراګ کې د افغانستان سفیر شهزاد آریوبي، د متحده ایالاتو د پوځ د PEO STRI څانګې استازي کیت ډنسن، د کوشیڅه د تخنیکي پوهنتون د هوانوردۍ د پوهنځي رییس ستانیسلاو سزابو،‌ د هیلي (HELI) کمپنۍ عمومي مدیر پیترکوربا ورغلي وو.

پراګ کې د افغانستان د سفارت له خوا خپره شوې اعلامیه وايي، افغان سفیر له امریکا، د ناټو د هوایي روزنې، مشورې او ملاتړ ادارې څخه چې په سلواک جمهوریت کې د افغان پيلوټانو د روزنې د پروګرام ملاتړ کوي مننه وکړه.

دغه راز اریوبي د دفاعي صنعت په برخه کې د وتلې ریتیون کمپنۍ چې په بریالیتوب سره یې د بلیک هاک الوتکو د پیلوټانو د روزنې دا مهم پروګرام بشپړ کړ هم ستانیه کړې ده.

اریوبي په دې مراسمو کې ویلي، سوله د افغان حکومت لپاره لومړیتوب دی، اسلامي نړۍ او معتبرو دیني علماوو په افغانستان کې روان جنګ ناروا بللی، او اوس په افغانستان کې د سولې څرک په راښکاره کېدلو دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي