۰
استاد عطامحمد نور:

ډاکترعبدالله د واک تږی دی، د شخصي ګټو لپاره هېواد له کړکېچ سره مخ کوي

دوشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۰
د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رییس استاد عطامحمد نور د ډاکتر عبدالله عبدالله وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دی، چې عبدالله د واک تږی او د شخصي ګټو او واک ته رسېدو لپاره هېواد له کړکېچ سره مخ کوي.
ډاکترعبدالله د واک تږی دی، د شخصي ګټو لپاره هېواد له کړکېچ سره مخ کوي
د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رییس استاد عطامحمد نور د ډاکتر عبدالله عبدالله وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دی، چې عبدالله د واک تږی او د شخصي ګټو او واک ته رسېدو لپاره هېواد له کړکېچ سره مخ کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ډاکتر عبدالله عبدالله پرون په یوه خبري ناسته کې د ټاکنو د کمېسیون له خوا د رای شمېرنې بهیر د بیا پیل سره مخالفت څرګند کړ او ګواښ یې وکړ، چې که کمېسیون په خپله پرېکړه له سره غور ونه کړي، د هر ډول بحران مسوولیت به یې تر غاړې وي.

نوموړي و ویل، چې د دوی څارونکي به د رای شمېرنې بهیر کې ګډون ونه کړي او پایلې به هم ومنه او په وینا یې که کمېسیون خپل کار ته دوام ورکړی، په لوی لاس به د ټاکنو مشروعیت تر سوال لاندې راولي.

د عبدالله دغه څرګندونو ته په غبرګون کې د جمعیت ګوند اجرائیه رییس استاد عطامحمد نور ویلي د عبدالله دغه ډول غبرګون په لوی لاس د بحران رامنځ ته کول او د دښمن پر ژرنده د اوبو ورپرېښودل دي.

ښاغلي نور په خپله فسبوک پاڼه لیکلي«لکه څنګه چې هېواد وال په جریان کې دي د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په تاریخ کې دا لومړی ځل و، چې سیاسي ګوندونه او نوماندان د ټاکنیزو کمېسیونونو د څوکیو د احضارولو لپاره خپل نوماندان ورمعرفي کوي او ځینې کمېنشران په دغه دندو او ملي وجیبه ټاکل کېږي.»

نوموړي ویلي، همدې ته په کتو له ټولو نوماندانو هیله لری، چې د ټاکنو کمېسیون ته فرصت ورکړی، چې هغوی یوازې د قانوني او مشروع مرجع په توګه د انتخاباتو پروسه بشپړه او پایلې یې اعلان کړي.

ښاغلي نور ټینګار کړی او وایي، له هغو کسان چې غواړي د خپلو شخصي ګټو او هدفونو لپاره بحران رامنځ ته کړي، غواړي، چې نور له دې زیات د خلکو په برخلیک باندې لوبې ونه کړي او د خپلو وړو شخصي ګټو په خاطر ټاکنیز کمېسیونونه، چې په وینا یې خپله یې د کمېشنرانو په ټاکنه کې برخه لري د خلکو تر منځ بې اعتباره نه کړي.

په ورته وخت کې ښاغلي نور پر ولس هم غږی کړي، چې د یوه ځانګړي څو ځلې ازمویل شوي نوماند شخصي خبرو ته غوږ نه شي.

د جمعیت ګوند اجرائیه رییس ویلی، هېڅ کس لېواله نه دی، چې سړکونو ته راووځي او څوک د دغه هیله او امید هم په سر کې نه ګرځوي، چې ګڼې خلک به یې په خبرو راوځي.

دغه راز ښاغلي نور له دیني عالمانو، مشرانو، قوماندانانو او خلکو غوښتي، چې د دغسې حریص شخص چې په وینا یې د قدرت د بقا لپاره هرې وسیلې ته لاس اچوي او هر سفارت ته ورځي تر چې څوکۍ ورته ورسېږي ودېږي او خلک د وپوهوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
  

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي