۰

مارک ایسپیر: امریکایي پوځیان باید د خپلو کړنو ځواب و وایي

دوشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۲
د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپیر وايي، د خپل پوځ پر قضایي نظام ډاډ لري او امریکایي پوځیان باید د خپلو کړنو ځواب و وايي.
مارک ایسپیر: امریکایي پوځیان باید د خپلو کړنو ځواب و وایي
د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپیر وايي، د خپل پوځ پر قضایي نظام ډاډ لري او امریکایي پوځیان باید د خپلو کړنو ځواب و وايي.

د امریکا دفاع وزیر دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان د دوه ملکي افغانانو پر وژنې تورن دوه امریکايي افسران وبښل.

د ټرمپ له دې اقدام وروسته د امریکا دفاع وزیر ویلي هغه امریکایي سرتېري چې په جنګي جرمونو تورن دي د پوځ قضایي نظام به یې پخپله د ځواب ویلو ته وهڅوي او دوی مجبورېږي چې ځواب و وایي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان او عراق په څېر هېوادونو ته د دغسې بښنو پر وخت څنګه ډاډ ورکولی شي؟ وویل، امریکا یو پیاوړی پوځي نظام لري او سرتېري پر دې پوهېږي چې دوی ټول تر یو قوي مدیریتي چتر لاندې دندې پر مخ وړي.

د یادونې ده، چې د ټرمپ دې اقدام په امریکا کې د منتقدینو غوسه پارولې وايي، د ټرمپ دا پرېکړه به سرتېرو ته دا ډاډ وکړي چې د دوی هر ډول کړنې زغمل کېږي او پر همدې بنسټ به د جرمونو کچه لا لوړه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي