۰

غني او پمپیو د انس حقاني په خوشي کولو خبرې کړې، د سولې خبرو د پیل شرط اوربند دی

سی شنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۲
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار رابرت اوبراین سره د انس حقاني په خوشي کولو او سولې خبرې اترې کړې دي.
غني او پمپیو د انس حقاني په خوشي کولو خبرې کړې، د سولې خبرو د پیل شرط اوربند دی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار رابرت اوبراین سره د انس حقاني په خوشي کولو او سولې خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشر غني او امریکايي چارواکو دغه خبرې په تلېفوني اړیکه شوې او دواړو لورو توافق کړی، چې د سولې د خبرو د پیل لپاره اوربند لومړی شرط دی.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وایي، دواړو لورو پر سولې او د طالب زندانیانو پر خوشي کولو خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې د تهدیدونو د موجودیت په صورت کې امریکا د افغانستان تر څنګ ولاړه ده.

مایک پمپیو د ولسمشر غني پرېکړه ستایلې ده او ویلي یې دي چې که طالبان د حسن نیت پر ځای پر تاوتریخوالي لاس پورې کوي نو امریکا د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړه ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو لورو ټینګار کړی چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته به ادامه ورکوي او اجازه نه ورکوي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز واوړي.

په ورته وخت کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین هم له ولسمشر غني سره تلیفوني خبرې کړې او د داعش ډلې په ځپلو کې یې د افغان ځواکونو هڅې ستایلې دي.

نوموړي ډاډ ورکړی چې امریکا د افغان حکومت تر څنګ ولاړه ده او اجازه به ور نه کړي چې ترهګرې ډلې په دغه هېواد کې د پښې ځای پیدا کړي.

ولسمشر غنی پر داسې مهال له امریکايي چارواکو سره د طالب زندانیانو او سولې په اړه خبرې کوي، چې ویل کېږي انس حقاني او ملګري یې پرون دوشنبې د لړم ۲۸ مه د بګرام له زندان څخه خوشي شوي او د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلي دي.

سرچینې وایي، انس حقاني او ملګري یې په دوحه کې په یوه کور کې ساتل کېږي تر څو دوه له طالبانو سره د امریکايي پوهنتون دوه برمته استادان راخوشي شي.

خو ځینې سرچینې وایي، د امریکايي پوهنتون استادان هم خوشي شوي، خو دا چې تبادله چېرته او څه ډول تر سره شوې په اړه یې جزیات نه دي ورکړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي