کابل کې د مقناطسي ماین چاودنې یو پولیس ټپي کړ

2 قوس 1398 ساعت 9:35

راپورونه وايي، پلازمېنه کابل کې د پولیسو په رنجر موټر د مقناطسي ماین چاودنه شوې، چې له امله یې یو پولیس ټپي شوی دی.


راپورونه وايي، پلازمېنه کابل کې د پولیسو په رنجر موټر د مقناطسي ماین چاودنه شوې، چې له امله یې یو پولیس ټپي شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن شنبې د لیندۍ دوهمه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړو قلعه وزیر په سیمه کې شوې ده.

امنیتي سرچینې وايي، چاودنه د پولیسو په رنجر موټر شوې، چې له امله یې یو پولیس ټپي شوی او بل چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی او نه هم کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 122422

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122422/

جمهور
  https://www.jomhornews.com