کاپیسا کې چاودنې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

2 قوس 1398 ساعت 13:14

سیمه ییز چارواکي وايي، کاپیسا ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې د دوه نظامیانو په ګډون ۱۰ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، کاپیسا ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې د دوه نظامیانو په ګډون ۱۰ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون جمعه د لیندۍ اوله ناوخت مهال د کاپيسا ولایت په آله سای ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د کاپیسا ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند شایق شورش وايي، چاودنه د اله سای ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې چې له امله یې درې ملکي وګړي وژل شوي او د دوه نظامیانو په ګډون ۷ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې، د پېښې ټپیان د دغه ولایت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.

نوموړي زیاتوي، چې دا ماین د دې ولسوالۍ په بازار کې د افغان ځواکونو د په نښه کولو لپاره ځای پر ځای شوی و.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کاپیسا
 
 
 


د مطلب کود: 122439

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122439/

جمهور
  https://www.jomhornews.com