چک جمهوریت، له افغانستان څخه خپل سرتېري باسي

3 قوس 1398 ساعت 9:07

د چک جمهوریت د دفاع وزیر لوبومیر متنار ویلي، ډېر ژر به له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي.


د چک جمهوریت د دفاع وزیر لوبومیر متنار ویلي، ډېر ژر به له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جمهوریت په افغانستان کې شاوخوا ۲۵۰ سرتېري لرل چې په لوګر او د پروان په باګرام نظامي اډه کې مېشت وو.

ښاغلي متنار له چک رادیو سره مرکه کې زیاته کړې، ښايي تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې په باګرام هوایي اډه کې مېشت خپل پوځیان له دې هېواده وباسي.

نوموړي ویلي، که له طالبانو سره د امریکا خبرې بریالۍ کېږي او دا بریا له افغانستانه د پوځیانو په وتلو او یا کمولو پورې تړلې وي، نو دوی به ډېر ژر دې مسئالې ته مثبت ځواب ووایي او خپل سرتېري به له دې هېواده وباسي.

باید و ویل شي، زیات شمېر چکي سرتېري چې په لوګر کې مېشت وو له افغانستانه وتلي دي او اوس یوازې ۱۷۰ سرتېري په باګرام هوایي اډه کې پاتې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122459

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122459/

جمهور
  https://www.jomhornews.com