لوګر کې دوه انسان تښتوونکي نیول شوي او ماشوم ترې خوشی شوی

5 قوس 1398 ساعت 12:35

کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په لوګر ولایت کې دوه انسان تښتوونکي نیولي او د هغوی څخه یې یو برمته ماشوم راخوشی کړی دی.


کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په لوګر ولایت کې دوه انسان تښتوونکي نیولي او د هغوی څخه یې یو برمته ماشوم راخوشی کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن سه شنبې د لیندۍ ۵ مه یوه خبرپانه کې ویلي، دغه کسان پرون د لوګر ولایت په اړوند سیمه کې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې یادو کسانو اته ورځې وړاندې یو ۱۳ کلن هلک د لوګر ولایت د مرکز اړوند سیمې څخه تښتولی و او غوښتل یې بهر ته یې ولېږدوي.

کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو دغه ماشومان د تورخم په پوله نیولي او اوس یې خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 122554

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122554/

جمهور
  https://www.jomhornews.com