د طالبانو پلاوی ایران ته تللی، له جواد ظریف سره یې لیدلي

6 قوس 1398 ساعت 8:33

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر یو پلاوی ایران ته تللی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او ځینو نورو چارواکو سره یې لیدلي دي.


د طالبانو د قطر سیاسي دفتر یو پلاوی ایران ته تللی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او ځینو نورو چارواکو سره یې لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د قطر ویاند سهیل شاهین په خپل ټوېټر لیکلي، چې طالب پلاوی د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برارد په مشرۍ تهران ته تللی او له ایراني چارواکو سره یې لیدلي.

نوموړی په دغه لیدنه کې د افغانستان د ستونزې پر سوله ییز حل، دوه اړخیزه اړیکو، ایران کې مېشت افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړې.

شاهین ویلي ایراني چارواکو ژمنه ورکړې، چې هلته د مېشتو افغان کډوالو ستونزو ته به رسیدګي کوي.

ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې له طالبانو سره د همکارۍ راپورنه په کلکه رد کړي او دا یې د امریکا استخباراتي لوبه بللې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 122574

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122574/

جمهور
  https://www.jomhornews.com