۰

د ولسي جرګې یو شمېر غړو د ناامنیو پر زیاتېدو اندېښنه وښوه

چهارشنبه ۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۴
د ولسي جرګې یو شمېر غړو په بادغیس، جوزجان، فراه، تخار او قندوز ولایتونو کې د ناامنیو پر زیاتېدو اندېښنه وښوده او امنیتي بنسټونه یې په کم کارۍ تورن کړل.
د ولسي جرګې یو شمېر غړو د ناامنیو پر زیاتېدو اندېښنه وښوه
د ولسي جرګې یو شمېر غړو په بادغیس، جوزجان، فراه، تخار او قندوز ولایتونو کې د ناامنیو پر زیاتېدو اندېښنه وښوده او امنیتي بنسټونه یې په کم کارۍ تورن کړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې د نن چهارشنبې لیندۍ ۶ مې عمومي غونډه کې وکیلانو ویلي، چې د زیاتو جګړو له امله خلک په دې یخنۍ کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

جرګه کې د فراه استازې بلقیس روشن و ویل، چې د فراه په ګډون په ۱۰ ولایتونو کې امنیت په بد حالت کې دی او سیمه ییز چارواکي یې دندو ته نه حاضرېږي.

د هغې په وینا طالبان په ورځ کې درې ساعته مخابراتي فعالیتونو ته اجازه ورکړې او له هغې ها خوا مخابراتي شبکې بندې وي، چې له امله یې ټولې اړیکې پرې شوې دي.

نوموړې په امنیتي ارګانونو تور پورې کړ، چې د فراه امنیت یې نه دی خوندي کړی او ویلي ویل که امنیتي بنسټونه نه شي کولی د دغه ولایت امنیت تامین کړي نو دا ولایت دې طالبانو ته پېږدي.

د جرګې بل غړي ضیا الدین آکازي و ویل، چې د بادغیس په جوند ولسوالس کې له شپږ سوه پورې کورنۍ له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو په اقتصادي کلابندۍ کې دي او دغه راز دلته مېشت د امنیتي ځواکونو کنډک هم کله کله د هوا له لارې اکمالېږي.

دی وایي، بالامرغاب کې هم ورته حالت دی او په ټول کې د بادغیس خلک د ناامنیو سره لاس او ګرېوان دي خو حکومت یې پر وړاندې اقدام نه کوي.

دغه راز د تخار استازي و ویل، چې په دې ولایت کې د شپږو ولسوالیو یوازې ودانۍ د افغان حکومت په لاس کې دي او نورې ټولې سیمې د طالبانو کنټرول کې دي.

ده و ویل هغه عملیات چې څه موده وړاندې د دغه سیمو د نیولو لپاره په لار اچول شوي وو، د امنیتي ځواکونو د کمښت له امله یې امنیت ونه شوی ساتلی.

د کندوز استازي فاطمې عزیز هم و ویل، چې د کابل – پروان، قندوز، تخار، او بلخ لویې لارې له څه مودې راهیسې سختې نا امنه شوې او طالبانو د ورځې پرې پاکټونه اچولي او تلاشۍ کوي.

د هغې په وینا د طالبانو د لویو لارو په کنټرول سره ګڼ ولایتونه تر کلابندۍ لاندې راوستی دي.

د جوزجان استازي عزیزالله الفتي بیا و ویل، چې د دغه ولایت په درزاب ولسوالۍ کې تر ۳۰۰ سرتېري په دې ساړه کې په خېمو کې ژوند کوي او د عملیاتو د امر تر لاسه کولو په تمه دي، خو د مرکز څخه ملاتړي ځواکونه نه ولېږل کېږي.

د هغه په وینا خلک همدا اوس په دغه ولسوالۍ کې د نښتې رامنځ ته کېدو له وېرې د تېښتې په حال کې دي او د جوزجان ولایت مرکز ته روان دي.

تر دې خبرو وروسته د جرګې د نن ورځې رییس او لومړي مرستیال امیر خان یار د جرګې د کورنۍ امنیت کمېسیون ته دنده وسپارله، چې په دې اړه له اړونده امنیتي بنسټونو سره په بېړنۍ توګه څېړنې وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي