۰
د ناټو ملکي استازی:

د موقت حکومت جوړولو خبرې بې ځایه دي، ډېر ژر به د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان شي

چهارشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۵
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کي وايي، باور لري، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې به ژر اعلان او نوی حکومت به رامنځ ته شي.
د موقت حکومت جوړولو خبرې بې ځایه دي، ډېر ژر به د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې  اعلان شي
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کي وايي، باور لري، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې به ژر اعلان او نوی حکومت به رامنځ ته شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نیکولاس کي په افغانستان کې د موقت حکومت جوړولو خبرې هم بې ځایه بللې وايي، په اساسي قانون او ټاکنو په قانون کې د موقت حکومت په اړه څه نشته.

ښاغلي کي هیله وښوده، چې کمېسیون به د رای شمېرنې بهیر بشپر او ګټونکی به ژر اعلان کړي او دغه راز یې د ټاکنو پر ټولو ښکېلو غاړو غږ کړی، چې د ټاکنو کمېسیون له خوا اعلانېدونکې پایلې ومني.

د ناټو ملکي استازي نیکولاس کي ټینګار وکړ، چې په اوسنیو شرایطو کې هېڅوک نه غواړي افغانستان د بحران خوا ته ولاړ شي.

د هغه په وینا که نوماندان او سیاسي ډلې د ټاکنو په تړاو اندېښنې لري، نو باید له اړونده کمېسیونونو سره کېني او اندېښنو ته یې  باید ځواب و ویل شي.

خو زیاتوي، کله چې کمېسیون د ټاکنو پایلې اعلان کړي، نو د ټولو سیاسي ډلو مسوولیت دي، چې د پرېکړې درناوی وکړي او پایلې ومني.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د جرمني دفاع وزیرې هم له ولسمشر غني سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې و ویل، تمه لري، چې  د ټاکنو پایلې ژر اعلان شي.

په ورته وخت کې د افغانستان مشرانو جرګې هم د موقت یا مشارکتي حکومت له جوړېدو سره سخت مخالفت وښود او پر هغه نوماندانو، چې د مشارکتي حکومت وړاندیز یې کړی، غږ وکړ، چې دا خوب د نه وي.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار پرون سه شنبې د لیندۍ ۱۲ مه په عمومي غونډه کې و ویل، موقت یا مشارکتي حکومت، خوب، خیال او لېونتوب دی.

دغه راز د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم اېزدیار و ویل، تاریخ ثابته کړې،  چې موقت حکومت د زهرو غړپ دی او ځینې نوماندان غواړي په خلکو یې تحمیل کړي.

یادونې ده، چې د موقت حکومت وړاندیز د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان ګلبدین حکمتیار او د یو شمېر نوماندانو له خوا شوی دی.

دوی وايي، ټاکنو کې  درغلۍ ډېرې او دا پروسه باطله ده او د انتخاباتي بحران د حل لپاره باید ګډ حکومت رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي