۰

په جاپاني الااصله افغان ډاکتر ناکامورا مرګونی برید شوی

چهارشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۵
سیمه ییز چارواکي تاييدوی، چې ناپېژانده وسله والو کسانو ننګرهار ولایت کې د افغانستان لپاره د جاپان د پرمختیايي موسسې پي ایم ایس د مشر ډاکټر ناکامورا په موټر برید کړی دی.
په جاپاني الااصله افغان ډاکتر ناکامورا مرګونی برید شوی
سیمه ییز چارواکي تاييدوی، چې ناپېژانده وسله والو کسانو ننګرهار ولایت کې د افغانستان لپاره د جاپان د پرمختیايي موسسې پي ایم ایس د مشر ډاکټر ناکامورا په موټر برید کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، په جاپاني الااصله افغان ډاکتر په موټر نن چهارشنبې د لیندۍ ۱۳ مه د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا برید شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې خپله ډاکتر ناکامورا ټپي شوی خو درې ساتونکي، یو موټر چلوونکی او یو بل کس وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند زیاتوي، چې ډاکتر ناکامورا د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوی او روغیتايي حالت یې د ډاډ وړ دي.

ډاکټر ناکامورا له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې مېشت دی او د کامې د کانال تر څنګ د ښېوې پارک او ګڼو پراختیايي پروژو پلي کوونکی دی.

نوموړي ته څه موده وړاندې افغان ولسمشر د افغانستان افتخاري تابعیت او الکترونیکي تذکیره هم ورکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي