۰

د دوه وکیلانو تر منځ شخړه، د مرګ له ګواښه د مجاهدینو تر سپکاوي

چهارشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۸
د ولسي جرګې د دوه غړو تر منځ د راپورته شوې لفظي او فزیکې شخړې موضوع د جرګې تر عمومي غونډې پورې ورسېده او دواړو یو پر بل تورنه پورې کول.
د دوه وکیلانو تر منځ شخړه، د مرګ له ګواښه د مجاهدینو تر سپکاوي
د ولسي جرګې د دوه غړو تر منځ د راپورته شوې لفظي او فزیکې شخړې موضوع د جرګې تر عمومي غونډې پورې ورسېده او دواړو یو پر بل تورنه پورې کول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یو استازي ویل، چې هغه بل استازي په مرګ ګواښلې، خو مقابل لوري یې ویل دغه وکیلې مجاهدینو ته سپکاوی وکړ.

دغه جنجال په ولسي جرګه کې د فراه د استازې بلقیس روشن او د کابل د استازي الله ګل مجاهد تر منځ پرون په کمېسیون کې شوی خو خبره یې نن تالار ته راکش کړه.

بلقیس روشن و ویل، چې پرون په شکایاتو کمېسیون کې جنجال او جنګ وشو او آوازه ګډه شوه، چې بلقیس روشن په کې وژل شوې ده او دغه انسان وژنکي غواړي چې بلقیس روشن و وژني.

هغې زیاته کړه«که دغه انسان وژنکي او په انسان وژنه کې پخواني تجربه لرونکي وي، ډېرې بلقیس یانې، فرخنده ګانې، رخشانې او تبسم نامې به و وژني، پرون الله ګل مجاهد اعلان وکړ، چې بلقیس روشن به له کابل څخه ورکه کړم، ځکه هغه یوه ښځه ده او ځای یې کور دي.»

نوموړې ادعا وکړه، په پروني جنچال کې االله ګل مجاهد ورته سپکې سپورې ویلې او زیاته یې کړه«ما ته یې ویل پورته چې اوس به تا هم و وهم.»

د هغې په وینا هغه کسان چې فکر کوي ښځه باید په کور کې وي او یا هم د مجلس د ښایست لپاره په مجلس کې وي، ړانده دي او دوی یوازې د ګاونډیو هېوادونو د ښځو لپاره دیموکراسي او حقوق غواړي.

بلقیس روشن په ټینګار سره وویل، چې په خپل ټول توان به د ښځو له حقونو څخه دفاع کوي او په دې برخه کې یې هېڅوک هم  مخنیوی نه شي کولی او نه هم وېره لري.

د فراه دغه استازې زیاته کړه، تر دې جنجال وروسته یو شمېر وکیلانو پرته له دې چې پر واقعیت پوه شي او دفاع ترې وکړي وايي، چې دغه کس وبښه، یا سکوت وکړه او دغه مساله د باندې مه باسه که نه له کمېسیون څخه به د وباسو.

خو په ځواب کې یې الله ګل مجاهد و ویل، چې ۴۰ کاله یې  قومانداني کړې خو تر اوسه چا پرې  لاس نه دی پورته کړی او دا بلقیس روشن وه، چې لاس یې پرې پورته کړ.

هغه و ویل«دغه ښځه په ماپسې خبرې کوي، په شهیدانو او مجاهدینو پسې خبرې کوي، ما هېڅ کله د ښځو سپکاوی نه دی کړی، زه هم ښځه لرم، مور لرم، خو خبره دا ده، چې ښځه هم باید خپل حد وپېژني.»

نوموړي زیاته کړه، پرون کمېسیون ته دوه سپین ږیري ورغلي و او د کمېسیون کارکوونکي ورسره تند چلند وکړ او ما یې پروړاندې غبرکون وښوده.

مجاهد وویل«په دې وخت کې مېرمن بلقیس پر ما د پلېټ وار وکړ، ما یې په ځواب کې څه کړی واي، په داسې حال کې چې تر اوسه هېڅ کس پر ما وار نه دی کړی، له دې ښځې مړي هم په ارام نه دي او په مړیو پسې هم  خبرې کوي.»

نوموړي و ویل، چې له بلقیس روشن سره هېڅ ډول دښمني نه لري، خو تر غواړي، چې نور مجاهدینو او شهیدانو ته سپکاوی ونه کړي.

د دوی تر خبرو وروسته د جرګې بل غړي ډاکتر رمضان بشردوست و ویل، په داسې حال کې، چې د پارلمان په داخل کې د ښځو حقونو نقض کېږي، نو دا پارلمان به د نورو ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخه څنګه ونیولی شي؟
 
هغه و ویل، پارلمان باید لومړی له خپله ځانه پیل وکړي، خپل کور جوړ کړي او وروسته د هېواد د نورو ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی وکړي.

د جرګې رییس میررحمان رحماني هم د مېرمن روشن او الله ګل مجاهد تر منځ په پروني جنجال خواشني څرګنده کړه ویې ویل، پارلمان د ورورۍ او خورۍ ځای دی او وکیلان باید یو بل ته پوره درناوی ولري.

د ولسي جرګې رییس و ویل، چې د دغه موضوع په اړه به اداري پلاوی تصمیم ونیسي.

د یادونې ده، چې بلقیس روشن او الله ګل مجاهد تر دې وړاندې هم څو ځلې په ولسي جرګه کې په لفظي شخړه کېوتي او یو پر بل یې تورونه وارد کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني.
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي