د امریکا دفاع وزیر:

امریکا د هند سمندر شاوخوا او ځینو نورو سیمو کې پوځي حضور پیاوړی کوي

17 قوس 1398 ساعت 11:04

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپېر ویلي، افغانستان دوی ته مهم دی، خو د دې تر څنګ د تهدیدونو ختمولو لپاره په ځینو نورو سیمو کې هم باید سترتېري ډېر کړي.


د امریکا دفاع وزیر مارک اسپېر ویلي، افغانستان دوی ته مهم دی، خو د دې تر څنګ د تهدیدونو ختمولو لپاره په ځینو نورو سیمو کې هم باید سترتېري ډېر کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي په تازه څرګندونو کې زیاته کړې، د ځینو هېوادونو د امنیت د تامین او دغه را د ځینو پوځي سیالیو د مخنیوي لپاره به د هند سمندر شاوخوا او ځینو نورو برخو کې پوځي حضور پیاوړي کړي.

هندي رسنۍ د اسپېر له قوله وايي، امریکايي ځواکونه به له افغانستان په سیمه کې ځینو نورو ستراتيژیکو نقطو ته لېږدول کېږي څو د امریکا او د امریکا د متحدینو ګټې خوندي کړي.

په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپېر دا هم ویلي چې ډېر شمېر عسکر به بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122905

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/122905/

جمهور
  http://jomhornews.com