۰
د امریکا دفاع وزیر:

امریکا د هند سمندر شاوخوا او ځینو نورو سیمو کې پوځي حضور پیاوړی کوي

یکشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۴
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپېر ویلي، افغانستان دوی ته مهم دی، خو د دې تر څنګ د تهدیدونو ختمولو لپاره په ځینو نورو سیمو کې هم باید سترتېري ډېر کړي.
امریکا د هند سمندر شاوخوا او ځینو نورو سیمو کې پوځي حضور پیاوړی کوي
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپېر ویلي، افغانستان دوی ته مهم دی، خو د دې تر څنګ د تهدیدونو ختمولو لپاره په ځینو نورو سیمو کې هم باید سترتېري ډېر کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي په تازه څرګندونو کې زیاته کړې، د ځینو هېوادونو د امنیت د تامین او دغه را د ځینو پوځي سیالیو د مخنیوي لپاره به د هند سمندر شاوخوا او ځینو نورو برخو کې پوځي حضور پیاوړي کړي.

هندي رسنۍ د اسپېر له قوله وايي، امریکايي ځواکونه به له افغانستان په سیمه کې ځینو نورو ستراتيژیکو نقطو ته لېږدول کېږي څو د امریکا او د امریکا د متحدینو ګټې خوندي کړي.

په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپېر دا هم ویلي چې ډېر شمېر عسکر به بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي