۰

جاپان په ننګرهار کې د ډاکتر ناکامورا پروژې بشپړوي

سی شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۷
په افغانستان کې د جاپان سفیر میتسو جي سوزاکا وايي، هېواد به یې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د ډاکتر تیتسو ناکامورا پیل شوې پروژې بشپړې کړي.
جاپان په ننګرهار کې د ډاکتر ناکامورا پروژې بشپړوي
په افغانستان کې د جاپان سفیر میتسو جي سوزاکا وايي، هېواد به یې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د ډاکتر تیتسو ناکامورا پیل شوې پروژې بشپړې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی سوزاکا دغه څرګندونې پرون دوشنبې د لیندۍ ۱۸ مه کابل کې د ملي ثبات ټولنې له خوا د ناکامورا په یاد جوړه شوې غونډه کې وکړې.

په کابل کې د جاپان سفیر د ناکامورا وژل کېدل لویه ضایعه وبلله ویې ویل، ناکامورا له خلکو سره ښې اړیکې درلودې او ډېر بشر خوښي کارونه یې تر سره کړي دي.

سفیر سوزاکا ټینګار وکړ، چې جاپان به د ناکامورا د فکر له مخې د هغه خوا پیل شوې پروژې بشپړې کړي.

په دغه غونډه کې د ثبات ټولنې مشر او د ولسمشر سلاکار ضیاالحق امرخېل هم د کرنې په برخه کې د ناکامورا د کارونو ستاینه وکړه او د هغه کارونه یې د افغانستان د ښې رازۍ لپاره مهم وبلل.

ښاغلي زاخېلوال و ویل، که دښمن که دښمن ناکامورا په فزیکي شکل را څخه واخیست، خو د افغانانو له زړونو یې څوک نه شي ایستلی، هغه د افغانانو اتل دی.

ډاکتر تیتسو ناکامورا د (پي ‌اېم ‌سي) جاپانۍ خیریه موسسې مشر د روانې لېندۍ میاشتې په ۱۳مه له خپلو پنځو افغان همکارانو سره په ننګرهار کې ووژل شو.

۷۳ کلن ناکامورا ۳۰ کاله په افغانستان کې تېر کړي او په دغه ټوله موده کې د کرنې او روغتیا په برخه کې د ننګرهار له خلکو ته خورا ډېر خدمتونه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي