۰
امریکايي سناتور:

د طالبانو پر ځای باید له پاکستان سره خبرې وشي، هغوی خوندي ځای ورکړی

سی شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۴
امریکایي سناتور لینډسي ګراهام وايي، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره اصلي مذاکرات له طالبانو سره نه بلکې له پاکستان سره باید وشي.
د طالبانو پر ځای باید له پاکستان سره خبرې وشي، هغوی خوندي ځای ورکړی
امریکایي سناتور لینډسي ګراهام وايي، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره اصلي مذاکرات له طالبانو سره نه بلکې له پاکستان سره باید وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه امریکایي سناتور له فاکس نیوز سره په مرکه کې زیاته کړې، پاکستان د طالبانو لپاره خوندي پټځای دی او که چېرې دغه پټنځای نه اوسي، د افغانستان جګړه به په څو اوونیو کې ختمه شي.

هغه ویلي، چې طالبانو سره مذاکرات ناسم کار دی، د دوی پر ځای باید پاکستان سره مذاکرات وشي چې طالبانو ته پناه ځایونه ور نه کړي.
سناتور ګراهام زیاتوي« که داسې وشي افغان جګړه په څو اوونیو کې ختمېږي.»

دغه امریکايي سناتور وایي، دی غواړي د پاکستان دوه مخې تګلاره پای ته ورسوي او دا هېواد باید د نظامي اهدافو پر ځای د سوداګریزو ګټو سنجولو ته قانع کړای شي.

امریکايي سناتور ګراهام دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې  امریکا یو ځل بیا له تېرو څلورو ورځو راهیسې په قطر کې د طالبانو سره د سولې خبرې  پیل کړې دي.

که څه هم د دغه خبرو جزیات تر اوسه نه دي راوتلي، خو ځینې راپورونه وايي، خبرو کې پرمختګ شوی او دواړه لوري ښایي راتلونکې اوونۍ کې د سولې تړون وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي