۰

بلخ کې د ثبات او همپالنې ټیم لاریون، درغلې رایې نه منو

شنبی ۲۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۷
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم یو شمېر پلویانو بلخ ولایت کې لاریون وکړ او د ولسمشرۍ ټاکنو د پاکو او ناپاکو رایو د بېلوالي غوښتنه یې کوله.
بلخ کې د ثبات او همپالنې ټیم لاریون، درغلې رایې نه منو
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم یو شمېر پلویانو بلخ ولایت کې لاریون وکړ او د ولسمشرۍ ټاکنو د پاکو او ناپاکو رایو د بېلوالي غوښتنه یې کوله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه  لاریون نن شنبې د لیندۍ ۲۳ مه مزارشریف ښار کې په لار اچول شوی و او لاریون کوونکو خبردای ورکړ، چې که ټاکنیز کمېسیونونه د دوی د عدالت غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړي لاریونونه به یې دوام ولري.

دغه لاریون د ثبات او همپالنې ټیم یو ارشد غړی حاجي محمد محقق هم ورغلی و ویې ویل، چې  تقلبي رایې په هېڅ ډول ورته د منلو نه دي.

هغه و ویل«د نړیوال دې واوري، چې د افغانستان خلک تقلب نه مني، موږ د تقلب پر وړاندې ولاړ یو او  تقلبي حکومت راته د منلو نه دی.»

په ورته وخت کې لاریونوالو ویل چې ټاکنیز کمېسیونونه باید د قانون او ټاکنو د کړنلارو سره سم درغلې او پاکې رایې سیستم کې سره بېلې او د خلکو په ریښتینې او پاکو رایو باید حکومت وټاکي.

دوی ویل، چې د قانون له پلي کېدو لپاره به له هرې وسیلې کار واخلي او پرې به نږدي، چې یو درغل او متقلب حکومت رامنځ ته شي.

په ورته وخت کې د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله هم چې هغه ۷ ولایتونو ته په سفر وتلی، چې د ده پلویانو په کې  ټاکنو کمېسیون ته د بیا رای شمېرنې اجازه نه ورکوله او د ولایتي کمېسیونونو دروازې یې تړلې وې.

عبدالله عبدالله بغلان کې د یوې بغلان کې د یوې غونډې پر مهال له خپلو پلویانونو مننه وکړه، چې د ټاکنو د تقلب پر ضد مبارزه کې ولاړ دي.

هغه ټینګار وکړ، چې په هېڅ ډول به تقلبي ته اجازه ورنه کړي او پرې به نږدي، چې یو متقلب او درغل حکومت د افغانستان پر خلکو وتپل شي.

د ثبات او همپالنې ټیم مشر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې تېره شپه یې په یوه خبري کنفرانس کې پر خپلو پلویانو غږ وکړ، چې ټاکنو کمېسیون ته په ۷ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې اجازه ورکړي.

د ټاکنو کمېسیون د عبدالله د ټیم د دغه پرېکړې هرکلی ویلي یې دي، چې په دې کار سره به د ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان ته زمینه برابره شي.

یاد کمېسیون وایي، دوی به سر له سبا یکشنبې د لیندۍ ۲۴ مه دغه ۷ ولایتونو ته خپل کارکوونکي واستوي او د بیا رای شمېرنې پروسه به پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي