۰

د پستي قانون طرحه ولسي جرګې ته معرفي شوه

شنبی ۲۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۰
د عدلیې وزارت د پستي قانون طرحه د تصویب لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړه.
د پستي قانون طرحه ولسي جرګې ته معرفي شوه
د عدلیې وزارت د پستي قانون طرحه د تصویب لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عدلیې وزیر عبدالبصر انور نن شنبې د لیندۍ ۲۴ مه ولسي جرګې ته ورغلی و او دغه قانوني طرحه یې د جرګې په عمومي غونډه کې معرفي کړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې و ویل، چې مخکنی قانون په هېواد کې د پستي معیاري خدمتونو د وړاندې کولو جوګه نه و، خو د نوي قانون طرحه د وخت له غوښتنو سره سمه جوړه شوې ده.

د هغه په وینا د نوي پستي قانون طرحه د پستي خدمتونو د معیاري او پراخه کېدو، د مصونیت او محرومیت، د پستي اداراتو تر منځ د سالم رقابت، د کیفیت د ښه والي لپاره د معلوماتي ټیکنالوژۍ پر مټ جوړه شوې ده.

د عدلیې وزیر ټینګار وکړ، چې  دغه طرحه د لوړ ارزښت لرونکې ده او تمه ده، چې د ولسي جرګې له خوا ژر تصویب شي.

د یادونې ده، چې د پستي خدماتونو قانون نوې طرحه ۸ څپرکیه او ۳۸ مادې لري، چې وړاندې د حکومت د کابینې له خوا هم تایید شوې.
 
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي