۰

ټاکنو کمېسیون په ۷ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې پروسه پیل کړه

یکشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۵
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند وایي، ۷ ولایتونو ته د ټاکنو کمېسیون کارکوونکي لېږل شوي او په دغه ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې پروسه پیل شوه.
ټاکنو کمېسیون په ۷ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې پروسه پیل کړه
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند وایي، ۷ ولایتونو ته د ټاکنو کمېسیون کارکوونکي لېږل شوي او په دغه ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې پروسه پیل شوه.

د یاد کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي نن یکشنبې د لیندۍ ۲۴ مه جمهورخبري آژانس ته و ویل، چې په ۲۷ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې پروسه په قانوني ډول بشپړه شوې او په ۷ پاتې ولایتونو کې هم چې د ځينو متعرضو ټکټونو له خوا له خنډ سره مخ شوې وه، نن پیل شوه.

نوموړي زیاته کړه، چې په یادو ۷ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې پروسې په بشپړېدو سره به د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان ته زمینه برابره او کمېسیون به ډېر ژر پایلې اعلان کړي.

په ورته وخت کې د ټاکنو کمېسیون غړی اورنګزیب وايي، نن یکشنبه په پنجشېر، جوزجان، بغلان، سرپل، فاریاب، تخار او بدخشان کې د ۱۴۰۰ محلونو د رایو بیا شمېرنه پيلېږي.

نوموړی زیاته کړې، چې، دوی د رایو بیا شمېرنې ته پوره اماده ګي لري او تخنیکي ټیمونه یې دغو ولایتونو ته استولي دي چې د دریو ورځو په ترڅ کې به کارونه بشپړ کړي.

 نوموړي ویلي، د دغو اووه ولایتونو د رایو د بیا شمېرنې له بشپړېدو سره سم به لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ثبات او همپالنې ټیم چې تازه یې په ۷ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې اجازه ورکړې، په نویو غوښتنو کې وايي، د ټاکنو کمېسیون باید د ۲۷ ولایتونو رایې هم بېرته له سره وشمېري ځکه په وینا یې په بیا رای شمېرنه کې یې  د دوی ناظرینو شتون نه درلود او قانونیت نه لري.

خو د ټاکنو کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وایي، په ۲۷ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې پروسه په قانوني ډول بشپړه شوې او د بیا څېړنې امکان یې نشته.

جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي