۰
د ټاکنو کمېسیون:

د نن ورځې تر پایه به د ۷ ولایتونو د بیا رای شمېرنې پروسه بشپړه شي

دوشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۱
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د نن ورځې تر پای پورې به د هغه ۷ ولایتونو د بیا رای شمېرنې پروسه هم بشپړه شي، چې مخکې د ځینو اعتراضونو له امله ځندول شوې وه.
د نن ورځې تر پایه به د ۷ ولایتونو د بیا رای شمېرنې پروسه بشپړه شي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د نن ورځې تر پای پورې به د هغه ۷ ولایتونو د بیا رای شمېرنې پروسه هم بشپړه شي، چې مخکې د ځینو اعتراضونو له امله ځندول شوې وه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ۷ ولایتونو، پنجشېر، بغلان، تخار، جوزجان، فاریاب، سرپل او بدخشان کې د بیا رای شمېرنې پروسه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم او د هغوی د ملاتړو له خوا درول شوې وه.

خو تر اوږدې مودې وروسته جنجالونو عبدالله عبدالله د تېرې جمعې په شپه په یوه خبري کنفرانس کې پر خپلو پلویانو غږ وکړ، چې کمېسیون ته په دغه ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې اجازه ورکړي.

د عبدالله دغه اقدام د ټاکنو کمېسیون له هرکلي سره مخ شو او ورسره سم یې پرون یکشنبې د لیندۍ ۲۴ مه په دغه ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې پروسه پیل کړه.

د ټاکنو کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات نن دوشنبې د لیندۍ ۲۴ مه جمهور خبري آژانس ته وویل، چې پرون په پنجشېر، سرپل او جوزجان کې د بیا رای شمېرنې پروسه پای ته رسېدلې او د دغه ولایتونو د رایو پایلې او مواد مرکز ته د لېږد په حال کې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په پاتې څلور فاریاب، تخار، بغلان او بدخشان ولایتونو کې لا هم د بیا رای شمېرنې پروسه جریان لري او د نن ورځې ترپای پورې به دا هم بشپړه شي.

د ټاکنو کمېسیون دغه ویاند و ویل، دوی هڅه کوي، چې هر څه ژر د بیا رای شمېرنې قانوني پروسه بشپړه او د ولسشمرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
 
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي