پاکستان کې ځانګړې محکمې جنرال مشرف په مرګ محکوم کړ

26 قوس 1398 ساعت 11:27

اسلام آباد کې یو ځانګړې محکمې د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف ته له هېواد سره د غدارۍ او ملي خیانت په تور د مرګ سزا اورولې ده.


اسلام آباد کې یو ځانګړې محکمې د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف ته له هېواد سره د غدارۍ او ملي خیانت په تور د مرګ سزا اورولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستانۍ رسنۍ وايي، د جنرال مشرف باندې د لګېدو تورونو په اړه د پېښور، سند او لاهور قاضیانو وړاندې کړل او دوه په دریو اکثریت سره محکمې د پروېز مشرف د اعدام حکم صادر کړ.

محکمې ویلي، چې جنرال مشرف د ۲۰۰۷ کال د نومبر په ۳ مه د ایمرجنسي حالت په اعلانولو او نافذه ولو سره د پاکستان قانون تر پښو لاندې کړی دی.

محکمې زیاته کړې، چې د همدې تور او هېواد ته د ملي خیانت په تور پروېز مشرف د مرګ په سزا محکوم شو.

جمهورخبري آژانس:کابل

 


د مطلب کود: 123208

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123208/

جمهور
  https://www.jomhornews.com