۰
مشرانو جرګه:

خلیلزاد طالبانو ته ویلي، ولې له اشغالګرو سره اوربند کوۍ، له افغانانو سره نه

یکشنبه ۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۸
د افغانستان د مشرانو جرګې پلاوي چې تازه د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي وایي، طالبانو خلیلزاد ته ویلي، چې له امریکا سره اوربند کوي، خو له افغان دولت سره نه.
خلیلزاد طالبانو ته ویلي، ولې له اشغالګرو سره اوربند کوۍ، له افغانانو سره نه
د افغانستان د مشرانو جرګې پلاوي چې تازه د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي وایي، طالبانو خلیلزاد ته ویلي، چې له امریکا سره اوربند کوي، خو له افغان دولت سره نه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مشرانو جرګې یوه پلاوي درې ورځې وړاندې د سولې په تړاو د خلیلزاد څخه د معلوماتو تر لاسه کولو لپاره کابل کې وکتل.

دوی د خلیلزاد له خولې وایي، چې طالبانو ورته ویلي، له امریکا سره اوربند ته چمتو دي، خو له افغان دولت سره اوربند نه کوي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم اېزدیار د نن یکشنبې مرغومي په اوله غونډه کې و ویل«درې ورځې وړاندې سناتورانو د سولې د خبرو په تړاو له خلیلزاد سره ولیدل او دا اندېښه مو ورسره شریکه کړه، چې که اوربند کېږي نو باید عمومي وي، ځکه د امریکا او طالبانو تر منځ اوربند افغان امنیتي ځواکونو او افغانانو ته دروند تمامېږي.»

خو په وینا یې په خواشنۍ سره خلیلزاد ورته و ویل، چې طالبان ټینګار لري، چې له امریکا  سره اوربند کوي، خو له افغان حکومت سره نه.

د هغه په وینا دا څرګندوني، چې طالبان د هغه څه خلاف چې  دوی یې جهاد بولي د امریکایانو پر ضد نه بلکې د افغان ځواکونو او افغانانو پر ضد کوي.

دی وایي، له دې سره هم خلیلزاد ورته ډاډ ورکړي، تر چې طالبان د تاوتریخوالي کموالي ته غاړه کېنږدي، اوربند او بین الاافغاني مذاکرات ونه کړي، د سولې تړون به ورسره لاسلیک نه کړي.

ښاغلی اېزد یار د خلیلزاد له قوله وايي، چې د طالبانو د قطر دفتر غړو د خپلو مشرانو سره د سلا مشورو په خاطر ترې وخت غوښتی او دا مهال پاکستان ته تللي دي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال وايي، له خلیلزاد دا پوښتنه هم وشوه، چې له یوې خوا امریکا له افغان حکومت سره امنیتي تړون کړی او له بلې خوا د طالبانو سره د سولې  تړون کوي، ولې؟ خلیلزاد و ویل، چې امنیتي تړون له طالبانو سره د سولې تړون سره په ټکر کې نه دی.

د جرګې منشي عبدالله قرلق وايي، د خلیلزاد خبرې د خواشنۍ او تعجب وړ وې، ځکه طالبانو ورته ویلي، چې له امریکا سره اوربند کوي له افغان دولت سره نه.

هغه وايي خلیلزاد موږ ته و ویل«طالبانو ته مې و ویل، چې تاسو ولې له امریکایي ځواکونو سره چې اشغالګر ورته وایۍ اوربند کوۍ، خو له افغان ځواکونو سره چې ټول مسلمان دي، اوربند نه کوي، دا ښکاره کوي، چې ستاسو جنګ له افغانانو سره دی.»

د قرلق په وینا همدا د تاسف او تعجب وړ ده، چې طالبان هغه څه چې دوی ورته جهاد او له اسلام څخه دفاع بولي د امریکا پر ضد نه بلکې د افغانانو پر ضد روان کړی دی.

ده و ویل«پاکستان ته د طالب مشرانو تګ دا ښيي، چې خبره څه ده، او د جهاد ادعا یې هم دوکه ده،  طالبان باید ژر تر ژره د مسلمان وژنې څخه لاس واخلي.»

ښاغلی قرلق وايي، طالبان له پاکستان، قطر او ځینو نورو هېوادونو څخه د پیسو اخستو په خاطر جنګ نه دروي، ځکه که جګړه ودروي، دغه هېوادونه به پرې مرستې بندې کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امنیي
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي