۰

قطر په افغانستان کې د ژر تر ژره تاتریخوالي کمېدو غوښتنه کړې

سی شنبه ۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۷
قطر وایي ژر تر ژره باید په افغانستان کې روان تاوتریخوالی راکم کړل شي او روانه جګړه د خبرو اترو له لارې پای ته ورسول شي.
قطر په افغانستان کې د ژر تر ژره تاتریخوالي کمېدو غوښتنه کړې
قطر وایي ژر تر ژره باید په افغانستان کې روان تاوتریخوالی راکم کړل شي او روانه جګړه د خبرو اترو له لارې پای ته ورسول شي.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دوی د دې پلویان دي چې په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې حل شي.

په خبرپاڼه ک ېه لغمان ولایت کې د تېرې ورځې برید هم غندلی شوی او ټینګار یې کړی په افغانستان کې روان تاوتریخوالی باید ژر تر ژره راکم کړل شي او جګړې دې ختمې شي.

تېره ورځ په لغمان ولایت کې د یوه قومي مشر د جنازې په مراسمو کې چاودنه شوې وه. دې مسئلې ګڼ غبرګونونه راوپارول او وغندل شو.

قطر پر داسې مهال د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کوي، چې ویل کېږي دغلته د طالبانو د سیاسي دفتر یو درې کسیزه پلاوی پاکستان ته تللی تر څو د اوربند په اړه له خپل مشرتابه سره سلا مشورې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي