۰

ولسمشر په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې د جدي اصلاحاتو غوښتنه کړې

سی شنبه ۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۰
ولسمشر محمد اشرف غني د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ځینې هڅې ستایلې، خو ټینګار یې کړي، چې دغه وزارت کې له جدي اصلاحاتو ته اړتیا ده.
ولسمشر په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې د جدي اصلاحاتو غوښتنه کړې
ولسمشر محمد اشرف غني د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ځینې هڅې ستایلې، خو ټینګار یې کړي، چې  دغه وزارت کې له جدي اصلاحاتو ته اړتیا ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، ولسمشر تېره شپه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له چارواکو سره ناسته درلوده.

سرچینه وايي، په دغه ناسته کې ولسمشر غني و ویل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ځینې هڅې ښې دي خو په ځینو مواردو کې د دغه وزارت په چوکاټ کې جدي بدلونونو ته اړتیا ده.

د ولسمشر په وینا په دغه وزارت کې دې د ځوانانو د فرهنګي فکر د تولید یوه کمېټه جوړه شي او د ستونزو ښکار هنرمندانو د تقدیر او هڅونې لپاره دې مالي اقدامات وشي.

هغه ټینګار کړي، چې د افغانستان فرهنګي اتشې باید له هېواده بهر په دپلوماتیکو نماینده ګیو کې د کار پر مهال د افغانستان له تاریخ، فرهنګ او جغرافیا څخه باخبره وي.

ولسمشر همدا راز د یوې واحدې برنامې له مخې د موزیمونو د مدیریت په اړه هم ټینګار کړی خو ویلي یې دي چې له ټکنالوژۍ پرته موزیمونه هیڅ مؤثریت نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي