بلخ کې موټر بم برید شپږ افغان پوځیان وژلي دي

5 جدی 1398 ساعت 10:57

ملي دفاع وزارت تاییدوي، چې بلخ ولایت کې د افغان پوځ یوه مرکز ته نېږدې موټر بم برید شوی، چې له امله یې شپږ پوځیان وژل شوي دي.


ملي دفاع وزارت تاییدوي، چې بلخ ولایت کې د افغان پوځ یوه مرکز ته نېږدې موټر بم برید شوی، چې له امله یې شپږ پوځیان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید نن پنشنبې د مرغومي ۵ مه سهار ۴:۳۰ بجې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې شوې ده.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، په دغه برید کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شويدي.

دفاع وزارت د برید مسوولیت په طالبانو اچولی او وايي د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د یادونه ده، چې  دوه ورځې وړاندې هم د دغه ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یوې پوستې د طالبانو د برید په نتیجه کې اوه سرتیري ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 123498

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123498/

جمهور
  https://www.jomhornews.com