غزني: د طالبانو له زندانه ۸ امنیتي سرتېري په تېښته بریالي شوي

7 جدی 1398 ساعت 9:07

ملي دفاع وزارت وايي، غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو له یوه زندان څخه ۸ تنه امنیتي سرتېري په تېښته بریالي شوي دي.


ملي دفاع وزارت وايي، غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو له یوه زندان څخه ۸ تنه امنیتي سرتېري په تېښته بریالي شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د مرغومي ۷ مه خپره کړې خبرپانه کې وايي، دغه سرتېرو د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندانه تېښته کړې ده.

خبرپانه وايي، دغه سرتېري چې دوه تنه یې د سیمه ییزه پاڅونواوالو غړي او شپږ تنه یې د اردو او پولیسو سرتېري دي، پرون له غرمخې مخکې ۱۱ بجې د قرباغ ولسوالۍ د موشکي په سیمه کې د طالبانو له زندان څخه په تېښته بریالي شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، په تېښته بریالي شویو سرتېرو ځان د ۲۰۳ تندر قول اردو ته ځانونه رسولي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 123523

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123523/

جمهور
  https://www.jomhornews.com