۰

د ۱۰۰ ښوونځیو جوړېدو ته له سعودي د پور اخیستو موافقت پاڼه تصویب شوه

شنبی ۷ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۱
د افغانستان ولسي جرګې د ۱۰۰ ښوونځیو د جوړېدو لپاره له سعودي عربستان څخه د اوږد مهالي پور اخیستو موافقت پاڼه تصویب کړه.
د ۱۰۰ ښوونځیو جوړېدو ته له سعودي د پور اخیستو موافقت پاڼه تصویب شوه
د افغانستان ولسي جرګې د ۱۰۰ ښوونځیو د جوړېدو لپاره له سعودي عربستان څخه د اوږد مهالي پور اخیستو موافقت پاڼه تصویب کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه موافقت پاڼه نن شنبې د مرغومي ۷ مه د جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون لخوا عمومي غونډې ته وړاندې شوه.
دغه موافقت پاڼه چې یوه مخینه، ۷ مادې او درې ضمیمه جدولو لري، د جرګې د غړو له خوا په اکثریت سره تصویب شوه.

یاده موافقت پاڼه مخکې د افغانستان د مالیې وزارت او د سعودی عربستان د پرمختیايي صندوق د رییس تر منځ لاسلیک شوې وه.

د همدې موافقت پاڼې په بنسټ به سعودي عربستان د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ۱۰۰ بابه ښوونځیو د جوړولو لپاره ۵۰ میلیونه ډالر پور د ۴۰ کلونو په مخه فغانستان ورکوي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړي فکوري بهشتي و ویل، چې د یادو تړون له مخې په سعودي عربستان افغانستان ته ۵۰ میلیون ډالره پور ورکوي، چې لومړنیو لسو کلونو کې به مهلت وي او له هغې وروسته په ۳۰ نورو کلونو کې به افغانستان دغه پور بېرته پرېکوي.

د هغه په وینا یاد تړون هم د حکومت د هغه طرحې پر بنسټ دی، چې غواړي د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې شپږ زره بابه نوي ښوونځي په راتلونکو پنخو کلونو کې جوړ کړي.

په پای کې د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني په دغه تړون رای اچونه وکړه، چې د جرګې له ۱۴۱ حاضرو وکیلانو څخه ۱۳۹ تنو مثبته رایه ورکړه.

رحماني د جرګې معارف کمېسیون ته دنده وسپاره تر څو په ۳۴ ولایتونو کې د سل بابه ښونځیو جوړېدو طرحه هم په ملي بودجه کې پشنهاد کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي