لوګر کې سلګونه کیلوګرامه نشه يي توکي نیول شوي دي

8 جدی 1398 ساعت 8:42

کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په لوګر ولایت کې د یو لړ عملیاتو پر مهال سلګونه کیلوګرامه نشه يي توکي کشف او تر لاسه کړي دي.


کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په لوګر ولایت کې د یو لړ عملیاتو پر مهال سلګونه کیلوګرامه نشه يي توکي کشف او تر لاسه کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزرت نن یکشنبې د مرغومي ۸ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، د امنیه قوماندانۍ منسوبینو له ملي امنیت ځواکونو سره په ګډه د لوګر د مرکز پل علم اړوند اسپېس او آبچکان سیمو کې عملیات وکړل.

خبرپاڼه وايي، د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۱۰۳۲ کیلوګرامه خام چرس او ۲۴۸ کیلوګرامه بنګدانه له یوه عراده پیکپ ډوله موټر سره یو ځای نیول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، د دې قضیې په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 123556

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123556/

جمهور
  https://www.jomhornews.com